فراه کې د اناردرې ولسوالۍ د ۵ کیلومتره اوږد کانکریټي سړک چارې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې
د فراه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس، مفتي محمد نسیم سرهنګ، وايي چې د اناردرې ولسوالي په ۵ کیلومتره اوږد او ۱۰ متره سور کانکریټي سړک د رغولو چارې پیل شوي دي. دغه پروژه د حاجي نذير احمد وروڼو په مالي ملاتړ او د نورزاد وروڼو خیریه بنسټ له لوري د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پر مخ وړل کېږي.
مفتي محمد نسیم سرهنګ زیاتوي، چې د یاد سړک رغنیزې چارې به په شاوخوا دوه میاشتو کې بشپړې شي. نوموړي څرګنده کړه، چې د دې سړک له جوړېدو سره به نه یوازې د سیمې خلکو ته د تګ راتګ ستونزې هوارې شي، بلکې لسګونو بېکارو ځوانانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
ځايي اوسیدونکي د دې سړک د جوړېدو او د کاري فرصتونو د پیدا کېدو په اړه خوشبیني څرګندوي او وايي چې په ژمي او بارانونو کې به یې ژوند ډېر اسانه شي.
همدا راز ویل شوي، چې تر دې وړاندې د اناردرې ولسوالي د ذهکن کلي کوڅې د یوې مېرمنې له لوري رغول شوې دي او یو شمېر کورنیو ته لمریزې بریښنا هم برابر شوې ده.