افغانستان بانک د یو میلیارد افغانیو په ارزښت زاړه بانکنوټونه وسوځول
د افغانستان بانک د ۱۴۴۷ کال د محرم الحرام میاشتې په ۲۵مه، د خپلو راکړو ورکړو د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، له مرکزي، ختیځ (ننګرهار) او جنوب ختیځ (ګردېز) زونونو څخه راټول شوي زاړه او مندرس بانکنوټونه وسوځول.
په دې پروسه کې، ټولټال د ۱،۰۰۹،۸۶۷،۰۰۰ (یو میلیارد، نه میلیونه اته سوه اووه شپیته زره) افغانیو په ارزښت بانکنوټونه چې د (۱، ۲، ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰) افغانیو درلودونکي و، تر دقیق شمېرنې او کنټرول وروسته په کابل کې وسوځول شول.
دغه عملیات د افغانستان بانک د دویم مرستیال ملا محمد آخند په مشرۍ د ټاکل شوي پلاوي تر څارنې لاندې ترسره شول. دغه راز، د عدلیې او مالیې وزارتونو او امنیتي ادارو استازو هم د بانکنوټونو د انتقال او سوځولو بهیر کې ګډون درلود.
ښاغلي ملا محمد آخند د یادو مراسمو پر مهال وویل چې افغانستان بانک ژمن دی ترڅو مشتریانو ته غوره مالي او بانکي خدمات وړاندې کړي. هغه زیاته کړه چې بانک د زاړو بانکنوټونو د راټولو او په بدیل کې د نویو بانکنوټونو وېش ته دوام ورکوي، څو هېوادوال وکولی شي خپلې ورځنۍ مالي راکړې ورکړې په آسانۍ سره ترسره کړي.
نوموړي همداراز له خلکو وغوښتل چې د افغاني بانکنوټونو د سالم ساتنې او سمې استفادې په برخه کې خپله مسؤلیت ادا کړي، تر څو افغانۍ د ژر زړېدو له خطر سره مخ نه شي.