د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د ولایتونو د دفترونو له رییسانو سره وکتل
د چارو ادارې اړوند د ملي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري د ظرفیت لوړونې په موخه یو اونیز سیمنار جوړ شوی و. د دغه سیمنار وروستۍ غونډه د ولایتونو د دفترونو د رییسانو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني وینا وکړه.
په غونډه کې د ولایتونو په استازیتوب د بدخشان ولایت د دفتر رئیس اسدالله او د سیمنار استاد ښاغلي مصلح د سیمنار له محتوا او ګټو یادونه وکړه او د ورته پروګرامونو د دوام اړتیا یې څرګنده کړه.
خلیفه صاحب د ګډونوالو خدمات وستایل، او د ولایتونو د دفترونو رییسان یې د دولت او ولس ترمنځ د اړیکې مهم پل وبلل. نوموړي وویل:
پر رییسانو د ادارې ستر مسؤلیت پروت دی. له خلکو سره د نږدې اړیکو ساتل د نظام د اعتماد بنسټ جوړوي.
هغه زیاته کړه:
د اسلامي نظام اعاده او د شریعت تطبیق یو ستر مسؤلیت دی، چې ډېر اخلاص، زحمت او هڅو ته اړتیا لري. موږ ټول باید په ټول وس د نظام د نېک نامۍ لپاره کار وکړو.
په پای کې خلیفه صاحب د رییسانو ستونزې واورېدې، د اصلاح لپاره یې مشورې واخیستې او ډاډ یې ورکړ چې د یادو ستونزو د حل په موخه به لازم اقدامات وشي.