فاریاب-ګرزیوان او بلچراغ کې د خدماتو د ښه والي غوښتنې؛ مولوي حنفي یې د حل لپاره د هڅو ژمنه کړې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت د ګرزیوان او بلچراغ سیمو له یو شمېر مخورو او سپینږیرو سره د لیدنې پر مهال د یادو ولسوالیو ټولنیز، امنیتي او انکشافي وضعیت ته غوږ نیولی دی.
د سرچینې په حواله په دې ناسته کې د سیمو مشرانو د امنیت د ټینګښت او د خلکو د ورځنیو ستونزو د حل لپاره د اړوندو محلي مسؤلینو هڅې وستایلې. هغوی د سړکونو د اساسي پراختیا، د روغتیایي مرکزونو د جوړولو، د مخابراتي خدمتونو پیاوړتیا او د برېښنا د کمبود د له منځه وړلو غوښتنې وړاندې کړې.
ښاغلي مولوي حنفي د خلکو د وړاندیزونو هرکلی کړی او ویلې یې دي چې امنیت د هر ډول پرمختګ بنسټ دی؛ هغه امنیت چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته ټینګ شوی او خلکو ته یې د ورځنیو چارو لپاره ډاډمنت چاپېریال برابر کړی دی.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د یادو سیمو د اړتیاوو پر وړاندې د اسلامي امارت ژمنتیا تکرار کړې او زیاته کړې یې ده چې د امکاناتو په حدود کې به اړین اقدامات ترسره کېږي او د خلکو د ستونزو د حل هڅې به لا زیاتې شي.


