slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

وروسته تر هغې چې د تېرې شنبې په ورځ اوکراین د روسیې په بلګراد ښار مرګوني ناڅاپي بریدونه ترسره کړل او ١٢٤ تنو ته په کې مرګ ژوبله واوښته د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین نن دوشنبې له یو پوځي مرکز څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې غواړي پیل شوي ٢٠٢٤ زیږدیز کال کې پر اوکراین بریدونه زیات کړي. پوتین پر بلګراد ښار د شنبې ورځې بریدونه ترهګریز یاد کړي، زیاته کړې یې ده چې دغه بریدونه به بې ځوابه پرې نږدي. نوموړي پر لوېدیځ تور پورې کړی، چې اوکراین د خپلو موخو لپاره استعمالوي او نه پرېږدي، چې روسیې سره خپله ستونزه حل کړي. اوکرایني چارواکو بیا ویلي، چې روسیې نن د زېږدیز کال په لومړۍ ورځ د دوی په خاوره کې د ډرون الوتکو پراخ بریدونه ترسره کړي دي. د یادونې وړ ده، چې د روسیې او اوکراین تر منځ له جګړې نږدې دوه کاله اوړي او تر دا مهاله په کې له دواړو غاړو زرګونه کسان، چې ملکي وګړي هم په کې شامل دي، وژل شوي دي.