په لوګر ولایت کې د ملکي خدمتونو د مسؤولینو او کارکوونکو د ظرفیت لوړولو پنځه ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسید.
تېره یکشنبه د لوګر ولایت د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په موخه ورکشاپ د چارو ادارې، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انستیتیوټ لخوا د لوګر د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د ولايت مقام د کارکوونکو چارو آمریت په همکارۍ په لاره اچول شوی وو.
د دغه ورکشاپونو په پای غونډه کې د لوګر د مرستيال والي الحاج مولوي محمدانور «دینپرور» سربېره د لوګر د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مسؤول مولوي عبدالله زلمي «ابوسعيد» د دوهمې واحدونو مسؤولینو او کارکوونکو برخه اخيستې وه.
غونډه د لوګر د عامې روغتيا رئیس حافظ سعیدالرحمن «قادري» لخوا د قرآنعظیمالشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه ورپسې د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي محمدانور «دینپرور» د ورکشاپونو پر اهمیت په تفصیل سره خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې د داسې ورکشاپونو دایرول د اداري چارو د ښه مخته بيولو باندې مثبت اثر کوي.
ښاغلي «دینپرور» همدارنګه د دغو ورکشاپونو د ګډوالو څخه وغوښتل چې يادو ورکشاپونو کې زده شوي معلومات په خپلو ادارو کې نورو کارکوونکو سره هم شريکې کړي ترڅو ټول کارکوونکي د دغو ورکشاپونو نه اغیزمن شي.
د لوګر مرستیال والي همدارنګه د لوګر د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مسؤول مولوي عبدالله زلمي «ابوسعید» او همدارنګه د ولايت مقام د کارکوونکو چارو آمر ملامحمد عظیم «امیري» او د يادو مسؤولینو د ټيم څخه د خوښیو په څرګندولو سره د هغوي د کړنو نه ستاینه او قدرداني وکړه.
د لوګر د کلیو او بیا رغونې چارو رئيس شیخ محمدقاسم «راشد» د يادو ورکشاپونو او په دفترونو او رسمی چارو کې د وخت د ارزښت په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې او د ورته ورکشاپونو د دايريدو غوښتونکي شو.
هیره دنه وي چې په دغو پنځه ورځنیو ورکشاپونو کې د نظارت، مراقبت او کنټرول ترڅنګ پر يو لړ نورو اداري، مدیریتي او رهبري موضوعاتو هم په هارد او سافت شکل ګډونوالو ته معلومات وړاندي شول.
ورکشاپونو ته راغلي مسؤولینو او ګډونکوونکو د دغه ډول ورکشاپونو په جوړیدو خوښي څرګندولو سره، د دغه ډول غونډو پر زیاتیدو یې ټینګار او د دغه ورکشاپ له تنظیموونکو یې وغوښتل چې د ریاستونو په کچه هم دا ډول پروګرامونه په لاره واچوي.
یاد ورکشاپ نن له غرمې مخکې د دغه ولایت د ملکي خدمتونو د مسؤولینو او کارکوونکو په اداري چارو کې د لاسته راوړنو او اړتیاوو په پوره کولو سره پای ته ورسید.
د يادونې وړ ده چې د ورکشاپونو په پای غونډه کې پر ګډوالو تصدیقپانې هم وويشل شوې.