slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

حماس غورځنګ په یوه رسمي بیان کې د خپل د سیاسي دفتر د یو بل غړي اسماعیل برهوم شهادت هم تایید کړی.

خبري سرچینې وایي، چې نوموړی د خان یونس په ناصر روغتون کې تر درملنې لاندې و، چې د صهیونیستي ځواکونو له هوایي برید سره مخ او شهید کړای شو.

تېرو دوو شپو کې د دغه غورځنګ دا دویم سیاسي غړی دی، چې د صهیونست رژیم په بریدونو کې شهیدېږي.

د یادولو ده چې، اسراییلو د خپلو جنګې تکتیکونو له مخې پر دغه سیمه د یوڅه وخت لپاره جګړه ودروله، خو د روژې په را رسېدو یې د ټولو نړۍوالو تړونونو څخه په سرغړاوي په غزه بیا بریدونه پیل کړل، چې تر اوسه په یادو بریدونو کې له شپږو سوو پورته ملکیان په شهادت رسېدلي دي.