slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي چې د نوي ډیلي د کورنۍ او بهرنۍ تګلارو لوری ورځ تر بلې دښمنانه بڼه خپلوي او د سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ دی.

نوموړي پرون (جمعه، د اګسټ ۲۲مه) د پاکستان د ملي شورا په ودانۍ کې خبریالانو ته وویل، اسلام‌اباد هېڅکله له کوم بهرني هېواد څخه د هند سره د خبرو د منځګړیتوب غوښتنه نه ده کړې، خو خپله یې د مستقیمو او هراړخیزو مذاکراتو لپاره چمتو والی څرګند کړی دی.

اسحاق ډار زیاته کړه: «موږ د خبرو لپاره پرانېستي یو، خو دا خبرې باید یوازې پر یوې موضوع متمرکزې نه وي، بلکې د ټولو مهمو مسایلو، په ځانګړي ډول د کشمیر قضیه، په کې شامل وي».

د وروستي کړکېچ شالید

پاکستاني چارواکي وایي، د مې میاشتې پر ۶مه او ۷مه هند پرته له شواهدو پر پاکستان پراخ هوايي بریدونه وکړل چې په کې لږ تر لږه ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي وو. له دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ توغندويي بریدونه تبادله شول او نږدې یوه اوونۍ جګړه روانه پاتې شوه. په پای کې د امریکا په منځګړیتوب اوربند ټینګ شو.

ډار وویل، اوربند د هند په غوښتنه وشو او په هغه وخت کې د امریکا له لوري ورسره اړیکه نیول شوې وه. نوموړي ټینګار وکړ چې پاکستان جګړه نه غواړي او د بې‌طرفه ځای د مذاکراتو وړاندیز یې منلی و.

رسنیزه جګړه

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله طارړ بیا په یوه جلا غونډه کې د هند د تبلیغاتي کمپاینونو پر وړاندې د پاکستاني رسنیو رول وستایه. هغه وویل: «له لومړۍ ورځې دا یوه د روایت جګړه وه. هند پراخې سرچینې او نړیواله لابي لرله، خو زموږ ځواک په رښتینولۍ کې و».

ده زیاته کړه چې د اطلاعاتو وزارت او پوځ په ګډه د دې وضعیت رسنیز مدیریت پرمخ یووړ او د کورنیو رسنیو هڅو پاکستان ته د نړیوال درناوي ترلاسه کولو کې مرسته وکړه.

اسلام‌اباد: خبرې باید پراخې وي

پاکستان یو ځل بیا څرګنده کړې چې له هند سره د خبرو مخالف نه دی، خو دا مذاکرات به یوازې پر یوې موضوع نه محدودیږي. د اسلام‌اباد په وینا، د هند پوځي پراختیا او دښمنانه تګلارې د سیمې د راتلونکي ثبات لپاره ستره اندېښنه ده.