slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

کندهار پوهنتون د ۱۰۰۰ زده‌کړیالانو لپاره له معیاري اسانتیاوو برخمنه نوې لیلیه ترلاسه کړه. د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، تازه فعاله شوې «دارالصالحین» لیلیه د زده‌کړیالانو د استوګنې لپاره اړینې لومړنۍ اسانتیاوې لري.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ودانۍ کې د اوبو او برېښنا منظم سیستمونه، درې وخته خواړه او د ورزش ځانګړی ځای برابر شوی، څو د مسافرو محصلینو د استوګنې ستونزې ورسره راکمې شي. د کندهار پوهنتون رهبرۍ او زده‌کړیالانو د دې پروژې هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې د زده‌کړیالانو نورو اړتیاوو ته هم باید پام وشي.

یاده پروژه په داسې حال کې پلې کېږي چې د هېواد په ګڼو نورو پوهنتونونو کې لا هم زده‌کړیالان د استوګنې له جدي ستونزو سره مخ دي او د معیاري لیلیو غوښتنه کوي.