امنیتي مسولان؛ هرات کې دری تنه مسلکي غله ونیول شول.
د هرات امنیې قوماندانۍ د نهمی امنیتي حوزې منسوبینو، د یو لړ مختلفو کشفي عملیاتو په پایله کې دری تنه مسلکي غله د یادې حوزې له مربوطاتو څخه ونیول، چې له خلکو څخه یې د موبایلونو او وسایطو په غلا کولو کې لاس درلوده.
نیول شوي کسان دا مهال د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې دي، او د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به رسماً عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.