slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د اسلامي امارت له لوري د یو امریکایي تبعه ازادول د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو د ښه‌ کولو لپاره یو مهم خنډ له منځه وړي.

 دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، تېره ورځ (یکشنبه، د تلې ۶مه) د امیر امیري په نوم یو امریکایي وګړی له زندانه خوشې شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ له امریکایې پلاوي سره په لیدنه کې څرګنده کړه، چې د امیر امیري خوشې کول د افغانستان د اتباعو د مسایلو د حل په برخه کې د سیاسي اړخونو له مخنیوي پرته ترسره شوي دي. ښاغلي متقي همدارنګه ټینګار وکړ، چې د دیپلوماسۍ له لارې د ستونزو حل ممکن دی او دواړه خواوې کولی شي د خبرو له لارې مناسبې لارې چارې پیدا کړي.