ځايي چارواکي؛ د اماراتو مرستندویه ډله کونړ ته راورسېده.
د متحده عربي اماراتو لس کسیزه مرستندویه ډله د وږي په ۱۴مه (۱۴۰۴/۶/۱۴) د کونړ څوکۍ ولسوالۍ دیوهګل درې زلزله ځپلو سیمې ته ورسېده او د زیانمنو کورنیو سره یې د بیړنیو مرستو لړۍ پیل کړه.
د یادې ډلې مشر حمود العفاري د مرستو ویش کمیسیون له غړو سره په کتنه کې وویل، د اماراتو حکومت او ولس د افغانانو له درد سره ژوره خواخوږي لري. هغه زیاته کړه: «موږ څلور لارۍ د بېلابېلو توکو په ګډون کونړ ته راوستي دي، او پلان لرو چې دغه مرستې تر ۳۲ لاریو پورې پراخې کړو. زموږ په لس کسیزه ډله کې ډاکتران او د نورو برخو کارکوونکي شامل دي.»
د کونړ امنیه قوماندان او د مرستو د ویش کمیسیون مشر، مولوي ضیاءالحق حامد، د اماراتو د دغې همکارۍ ستاینه وکړه او ویې ویل چې د شهیدانو او ټپیانو د راویستلو لړۍ پای ته رسېدلې، خو اوس زلزله ځپلي خلک د طبي درملنې او د کورونو د بېرته رغولو جدي اړتیا لري.
حمود العفاري ډاډ ورکړ چې د اماراتو مرستندویه ټیم به د ټولو اړخونو په کچه له زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي.
وروسته، د دغې ډلې له لوري راوړل شوې یوه لارۍ مرسته د مولوي ضیاءالحق حامد، د اماراتي ډلې مشر او د یو شمېر قومي مشرانو په لاسونو په زیانمنو کورنیو ووېشل شوه.
ځايي اوسېدونکو د اماراتو له مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې دوی له هره اړخه دې ډول مرستو ته اړتیا لري. د کونړ اوسېدونکو د سپټمبر لومړۍ نېټې په خونړیو زلزلو کې مالي او ځاني زیانونه وګالل.