غزه کې فلسطینی خبریال صالح الجفراوي ووژل شو.
الجزیرې راپور ورکړی، چې د فلسطین نامتو خبریال صالح الجفراوي د غزې په صبرا سیمه کې د وسلهوالو په ډزو کې وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې الجفراوي هغه مهال ووژل شو چې د صبرا په سیمه کې د فلسطیني امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ډلو ترمنځ نښته روانه وه.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شوو ویډیوګانو ښودلې چې د الجفراوي مړی د یو موټر تر شا پروت دی، په داسې حال کې چې د خبریالانو لپاره ځانګړی ضد مرمۍ جاکټ یې پر تن و.
صالح الجفراوي ۲۸ کلن و او د جګړې له امله له شمالي غزې بېځایه شوی و. هغه د جګړې له سیمو څخه د خپلو زړورو ویډیويي راپورونو له امله د خلکو پام ځان ته را اړولی و.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې، چې د اسرائیل او حماس جګړه پیل شوې، په غزه کې تر ۲۷۰ زیات خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
د رسنیو د ازادۍ بنسټونه وايي، غزه دا مهال د نړۍ له هغو سیمو څخه ده چې د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناکه بلل کېږي.


