slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

شمالي کوریا اعلان کړی، چې له سبا څخه د ۹ ورځو په دننه کې فضا ته د پوځي سپوږمکۍ د استولو لپاره چمتووالی نیولی دی. د جاپان ساحلي ګارد ویلي دي چې پیونګ یانګ دوی ته خبر ورکړی چې د دسمبر تر لومړۍ نیټې به یوه نظامي سپوږمکۍ فضا ته وتوغوي. د جاپان لومړي وزیر کیشیدا فومیو د دې سپوږمکۍ د توغولو په اړه خبریالانو ته وویل چې دا به د شمالي کوریا دریمه هڅه وي او ویلي یې دي چې دا به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیکونو سرغړونه وي. کیشیدا زیاته کړه چې جاپان به د سپوږمکۍ د توغولو په اړه د معلوماتو راټولولو او تحلیل لپاره اعظمي هڅې وکړي. د جنوبي کوریا د دفاع وزارت ویاند جیون هاکیو هم په یوه ورځني خبري کنفرانس کې وویل چې وزارت یې د شمالي کوریا د پوځي سپوږمکۍ د توغولو اقدام له نږدې څاري. جیون ټینګار وکړ چې شمالي کوریا "په ښکاره ډول" د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیکونو څخه سرغړونه کوي. هغه په شمالي کوریا غږ وکړ چې سمدستي دا اقدام ودرول شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر هم په خبري کنفرانس کې د شمالي کوریا او روسیې تر منځ د "پوځي همکارۍ" په اړه خبرې وکړې. میلر د پیونګ یانګ د بالستیک توغندیو پروګرام او همدارنګه د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د "پوځي همکارۍ" په اړه د اندیښنه تکرار کړه او وویل چې دوی له نږدې څاري. شمالي کوریا د می په ۳۱ مه د پوځي سپوږمکۍ د توغولو هڅه وکړه، خو د راکټ په سیستم کې د خرابۍ له امله دا هڅه ناکامه شوه. شمالي کوریا د نړیوالو نیوکو سره سره اعلان وکړ چې سپوږمکۍ به په لنډ وخت کې یو ځل بیا "په سمه توګه" وتوغول شي. د پیونګ یانګ ادارې د اګست په ۲۳ مه خپله دوهمه سپوږمکۍ توغولو هڅه وکړه، خو اعلان یې وکړ چې دا هم ناکامه شوه.