slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کور او ښار جوړولو وزارت د رهبرۍ غونډه د مالي او اداري معین الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د وزارت د مختلفو برخو لوړپوړو مسؤلینو او ریاستونو استازو ګډون درلود.

په دې غونډه کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د روانو ودانیزو او ښاري پراختیايي پروژو د پرمختګ راپورونه، شته ستونزې او د حل عملي لارې و ارزول شوې.

مالي او اداري معین الحاج محمد ارسلاح خروټي ټینګار وکړ چې ټولې روانې پروژې باید د ټاکل شوي مهال ویش سره سم او په کیفیتي ډول بشپړې شي. نوموړي زیاته کړه، چې تخنیکي ستونزې باید دقیقې وارزول شي او اداري چارې دې د اصولو او قانون مطابق پر مخ یوړل شي.

په غونډه کې د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني، او د مسکن او ودانیزو چارو مرستیال مولوي ګل زرین صابر هم وینا وکړه. دواړو مسؤلینو د پروژو پر وخت بشپړېدو، د تخنیکي نیمګړتیاوو پر حل، او د موانعو پر لرې کولو ټينګار وکړ.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې ټول اړوند ریاستونه به د خپلو مسؤلیتونو پر بنسټ د پروژو د چټک پرمختګ لپاره عملي اقدامات ترسره کوي، او د راتلونکې غونډې لپاره به د ترسره شویو کارونو تفصیلي راپورونه وړاندې کوي.