په پکتیکا کې امنیتي ځواکونو څلور موټره قاچاقي لرګي نیولي دي.
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او ارګون ولسوالۍ کې په تېرو څلورو ورځو کې څلور موټرونه د لرګیو د قاچاق پر مهال د ځنګلاتو د ساتنې او څارنې قطعې لخوا نیول شوي دي.
د دغه موټرونو له ډلې لوی (کاماز) ډوله موټرې له برمل او زېړوک ولسوالۍ نه لرګي راوړي وو، چې یو یې مرکز ښرنه او دویم یې ارګون ولسوالۍ کې نیول شوی دی.
همدارنګه دوه ټیوټا ډوله موټرونه چې لومړی یې د خوست له سپېري ولسوالۍ څخه او بل له زېړوک ولسوالۍ څخه یې لرګي راوړي وو، مرکز او ارګون ولسوالۍ کې نیول شوي دي. په تړاو یې موټرچلوونکي هم نیول شوي او پوښتنې ترې روانې دي.