slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دواړو لورو تر منځ په دې کتنه کې د دوه‌ اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییزو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د روان وضعیت او امنیتي حالاتو په اړه هم بحث شوی دی.

سرچینې زیاتوي، چې ولسمشر زرداري د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د دفاع وزیر، سعود بن عبدالرحمن آل ثاني سره هم جلا کتنه کړې ده. په دې لیدنه کې د افغانستان له چارواکو سره د ګډو هڅو او همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.

د یادو کتنو موخه د پاکستان او قطر تر منځ د اړیکو پراختیا، د سیمه‌ییز ثبات د ټینګښت لپاره ګډ تفاهم او د بشري همکارۍ د میکانیزمونو په اړه د نظرونو تبادله بلل شوې ده.

دا لیدنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان او پاکستان د لوړپوړو چارواکو تر منځ د خبرو نوی پړاو پیل شوی دی. د راپورونو له مخې، د افغانستان له لوري د استخباراتو د عمومي رئیس عبدالحق وثیق په مشرۍ یو پلاوی پرون ترکیې ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې دا مذاکرات نن (پنجشنبه) رسماً پیل شي.