د بادغیس د ګچکوهي معدن د ارزونې لپاره د معادنو مسؤلینو یادې سیمې ته سفر وکړ.
د بادغیس ولایت د معادنو آمریت آمر قاري سید شمسالدین نظامي، د کادستر عمومي مدیر او د منرالونو مفتش د سنګ آتش ولسوالۍ د "بابازنګي" د ګچکوهي معدن د ارزونې په موخه ساحې ته سفر وکړ.
یاد معدن د حبیب خلیل شرکت له لوري د معادن او پټرولیم وزارت په چوکاټ کې د پنځه کلن قانوني قرارداد پر اساس ترلاسه شوی دی، چې په ترڅ کې یې سلګونه کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول په کار ګومارل شوي دي.
د شرکت مسؤلینو د ټولنیزو تعهداتو د عملي کولو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې ډېر ژر به د سیمې خلک له دې پروژې څخه په بېلابېلو برخو کې ګټه پورته کړي. د ګچ پروسس ډېری شرکتونه هم له همدې معدنه د اړتیا وړ ډبرې ترلاسه کوي.
مسؤلینو په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې د دغې پروژې پر مټ به د سیمې د خلکو لپاره د کارموندنې او خدمتونو نوري زمینې برابرې شي. همدارنګه، د معادنو آمریت پلاوي د شرکت له کارګرو سره لیدلي او هغوی ته یې اړینې سپارښتنې او لارښوونې ورکړې دي.