پنجاب ایالت کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ۴ زرو زیاتې پېښې ثبت شوې.
د دوامداره ټولنیزې پراختیا سازمان (SSDO) تازه څېړنه ښيي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې د پاکستان په پنجاب ایالت کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴ زره او ۱۵۰ پېښې ثبت شوي دي.
د سازمان د راپور له مخې، دغه شمېرې د روان کال د جنوري تر جون پورې راټولې شوې دي. راپور څرګندوي چې قضیې له بېلابېلو ډولونو سرغړونو سره تړاو لري، او د ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې د اندېښنو د ډېرېدو څرګندونه کوي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې په همدې موده کې د پنجاب په بیلابېلو ښارونو کې ګڼ شمېر هغه ماشومان هم راټول شوي چې د سړکونو پر سر یې د سوال په څېر ستونزمن شرایطو کې ژوند کاوه.
SSDO ټینګار کوي چې د ماشومانو د حقونو د خوندي کولو لپاره د قوانین عملي کول، څارنه پیاوړي کول او د ټولنې پوهاوی لوړول اړین دي.


