تسنیم خبري اژانس وايي؛ په البرز او اصفهان ولایتونو کې د موساد د جاسوسانو د نیولو عملیات بریالي شوي دي.
د تسنیم خبري آژانس راپور ورکوي چې پولیسو د دغو جاسوسانو
شبکه موندلې او نیولي یې دي. دغه کسان په یوه کارګاه کې د چاودیدونکو موادو د تولید،
جوړولو او ازموینې په تور ونیول شول.
د دې خبري سرچینې په حواله د ایران استخباراتي او امنیتي ځواکونو د شپه او ورځې په
ګډو هڅو سره دا عملیات ترسره شول، چې له امله یې د خرابکارو کړنو مخنیوی وشو.
مسؤلینو په دې برخه کې د خلکو همکارۍ ته هم اړتیا ښودلې
ده.