slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د لغمان ولايت امنيه قوماندان مولوي نجيب الله بدخشی په مشرۍ په خپل کاري دفتر کې د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت امنیتي او اداری غونډه ترسره شوه.

په ياد مجلس کې د لغمان ولايت امنيه قوماندانۍ معاونينو د پنځه ګونو ولسوالیو امنيه قوماندانانو او مهترلام ښار پنځه ګونو امنيتي حوزو امرينو، د کنډکونو مسولینو د امنيه قوماندانۍ د داخلي جزو تامونو مديرانو او امرینو ګډون درلود چي د لوی اختر لپاره په يو لړ امنیتي موضوعاتو خبرې اتري ترسره شوي او هر یو په خپل وار سره امنیتی ګذارش وړاندي او اړونده مسولینو د کلکو امنیتی تدابیرو د نیولو ډاډ څرګند کړ.

په پیل کې امنیه قومندان د امنیه قومندانۍ د امنیتي او کشفي ادارو هڅې او فعالیتونه، چې د لغمان د ولسونو لپاره یې د امنیت په برخه کي ترسره کوي وستایل او مننه یې ترې وکړه، چې دوى شپه او ورځ په دې هڅه کې دي، چې د ولسونو لپاره ښه او ډاډمنه امنيتي فضاء رامنځته کړي.

ښاغلی بدخشی زیاته کړه کله، چې په یو هېواد کې امنیت وي هلته ولسونه ډاډه وي او د نظام ملاتړ ورسره زیاتیږي نو په کار ده، چې د امنیت د ټینګښت په موخه امنیتي او کشفي ارګانونه خپلې هڅې جاري وساتي.

همدا راز په یاد مجلس کي د امنیه قومندان له لوري امنیتی مسولینو ته سپارښتنه وشوه چي مجاهدین به د چیک پواینټونو او تالاشۍ پر محال د موبایل څخه استفاده نکوي او که هر چا سرغړونه وکړه د قانونی چلند سره به مخ شي.

همدا راز یی د چیک پواینټونو پر محال د تلاشۍ پر وخت د ولسونو سره ښه سلوک او نیک چلند لومړیتوب یاد کړ تر څو ولسونه د امنیتی پولیسو ددې کړنی ستاینه وکړې او خوشحالی وښایی چي امنیتی پولیس یی امنیت ته لازمه پاملرنه ترسره کوې.

امنیه قومندان امنیتی مسولینو ته په اداری او امنیتی چارو کی د لا شفافیت په ګډه همکارۍ او همغږۍ او همدا راز په ټولو اموراتو کي د سمون ګڼي سپارښتني وکړي.

د نشه یی توکو پر وړاندی مبارزه او په سیمه کي د نشه یی تو کو قاچاق ، پیر او پلور او همدا راز کښت کول یی جداً ممنوع دي او عاملین یی باید ونیول شي او اړونده ارګانونو ته وسپارل شي.

د هوایی ډزو او پټاقیو مخنیوې او په سیمه کي د نورو ورته پېښو پر ضد عاجل اقدام کول یی لازمی وګڼل.

بل لورته د بیلا بیلو امنیتي او کشفي ادارو مسؤلینو خپل امنیتي ګذارشونه او لاسته راوړنې امنیه قومندان سره شریکې کړې او ډاډ یې ورکړ، چې په دې ولایت کې د امنیت د لا ښه والي په موخه ټول امنیتي او کشفی ارګانونه ولسونو ته د ډاډمنې امنیتي فضاء په برابرولو کې هلي ځلې کوي ترڅو ولسونه په ارامه او ډاډ منه فضا کې خپلو ورځنیو چارو ته دوام ورکړې او د اختر خوشحالۍ ولمانځې.