slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ دګړان سیمه کي یو سرف موټر د بې احتیاطۍ له امله د سرک غاړې له کمره لویدلی( اوښتی ) چي له امله یې موټر چلوونکی ځای پر ځای مړ شوی. همدا راز د علینګار ولسوالۍ چنچار پول ته څېرمه یو موټرسایکل او هندي  رېکشې د بی ‌ احتیاطۍ له امله ترافیکی پېښه کړې، چې له امله یې یو تن مړ او پنځه  ټپیان دي.
د لغمان  امنیه قومندانۍ د ترافیکو مدیریت پرسونل سیمو ته رسیدلی او مړي او ټپیان یی د مهترلام ښار مرکزی روغتون ته لېږدولي. خپر پاڼه وايي چې د ټپیانو حالت د ډاډ وړ دی.