slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

تر هغه وروسته چې بنیامین نتنیاهو اسراییلي یرغمل شویو کسانو ته د خوړو او درملو د رسولو په برخه کې د سره صلیب له نړۍوالې کمېټې د همکارۍ غوښتنه وکړه، حماس اعلان وکړ چې سره صلیب ته د یرغملو لاسرسی هغه وخت شونی دی، چې د مرستو لارې د غزې د خلکو پر مخ خلاصې شي.

دغه غورځنګ ویلي، چې یرغمل شوي کسان د غزې د خلکو په څېر وضعیت کې دي او هېڅ ځانګړی امتیاز به ونه لري.
د حماس پوځي څانګې د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۲مه) په یوې اعلامیه کې ویلي: «موږ چمتو یو چې د سره صلیب هرې غوښتنې ته، چې د دوښمن اسیرانو ته د خوړو او درملو د لېږد په اړه وي مثبت ځواب ورکړو، خو زموږ منل هغه وخت امکان لري چې د بشري مرستو د تېرېدو لارې په ټوله غزه کې پرانېستل شي.»
د دوو اسراییلي یرغمل شویو کسانو د ویډیوګانو تر خپرېدو وروسته چې د هغوی پر بدن د سختې خوارځواکۍ نښې څرګندې دي، یو ځل بیا د اسراییلو او حماس ترمنځ تاوتریخوالی لوړې کچې ته رسولی او د اسراییلو سیاسي او رسنیزه صحنه یې تر اغېز لاندې راوستې ده.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په توند غبرګون کې حماس او اسلامي جهاد غورځنګ د غزې د قحطۍ په اړه په «دروغجنو تبلیغاتو» تورن کړی او ادعا یې کړې، چې دغه انځورونه د اسراییلو د بدنامولو لپاره د یوې رسنیزې کمپاین برخه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې حماس په تېرو دوو ورځو کې د دویم ځل لپاره د سراییلي برمته شوي اویاتار ډاوېډ ویډیو خپره کړه. د دې ویډیو خپرېدو په اسراییل کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
په دې ویډیو کې چې د شنبې په ورځ خپره شوې، ډاوېډ پکې ډېر کمزوری ښکاري او د ځمکې لاندې تونل کې لیدل کېږي چې یوه ژوره کنده کېندي. د ده په وینا، دا کنده د هغه د قبر لپاره ده.
د هغه ورور ایلای ډاوېډ په تل‌ابیب کې د برمته شویو کسانو د ملاتړ په یوه غونډه کې وویل: «هغوی د مطلق مرګ په درشل کې دي.»
له دې وړاندې، حماس او د فلسطین اسلامي غورځنګ یوه ویډیو خپره کړې وه، چې پکې یرغمل شوی روم براسلاوسکي لیدل کېده او هغه هم خورا کمزوری ښکارېده.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې نېټې برید چې د حماس له خوا پر اسراییل وشو، د دغه هېواد له ۱۹۴۸م کال راهیسې یو له تر ټولو خونړیو او بېسارو بریدونو څخه و.
د دغه برید پر مهال له ۱۲۰۰ ډېر کسان چې ډېری یې ملکي کسان وو، ووژل شول او ۲۵۱ نور برمته او غزې ته ولېږدول شول.
له هغه راهیسې، یو شمېر برمته شوي کسان لا هم په غزه کې ساتل کېږي، خو اټکل کېږي چې ځینو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
د برمته شویو کسانو کورنۍ له اسراییلي حکومت او د نړۍ له مشرانو په ځانګړي ډول د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپه غواړي، چې د برمته شویو کسانو د ازادۍ لپاره هر اړین اقدام ترسره کړي.