سرګي نارشګین؛ لوېديځوال د خپلو جیوپولېټېکي موخو لپاره غواړي افغانستان وکاروي او بیا یې ناامنه کړي.
د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي نارشکین په باکو کې د افغانستان په اړه جوړ شوي کنفرانس ته ویلي، چې د لوېدیځ استخباراتي بنسټونه هڅه کوي، څو په افغانستان کې د ناامنیو په جوړولو خپلو جیوپولیټیکي موخو ته ورسېږي.
نوموړي ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په جوړونه کې فعاله ونډه واخلي او د دې هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
ورته مهال د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې راتلونکې میاشت د کازان ناستې په څنډه کې د اسلامي امارت او روسي چارواکو تر منځ د یوې لویې ناستې خبر ورکړی.