د کونړ ولایت چپي درې ولسوالې امنیه قوماندانۍ امنیتي ځواکونو د یادې ولسوالۍ د قلا تنګي سیمه کې یو تن د ځنګلونو دبریکولو په تور نیولی.
ديادې ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونمل عبدالبصیر (مصطفی) ډاډ ورکوي داچې ځنګلونه ملي شتمني ده هيڅ چا ته به ايجازه ورنکړو چه زموږ ملي شتمني اودسیمې ښکلا قطع او قاچاق کړي
او هرڅوک چه ځنګلونه قطع اوشنې ونې پرې کوي عاميلين به يي نيسي.
یاد تورن کس تر تحقیقاتو بشپړیدو وروسته به عدلي او قضایې ارګانونو ته وروپیژندل شي.