slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت وایي، چې د ۱۴۴۶ هجري قمري کال په اوږدو کې یې د قوانینو، اصول‌نامو، طرزالعملونو او لایحو په ګډون ۱۴۰ تقنیني سندونه تسوید او تدقیق کړي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په همدې موده کې ۸۲ تقنیني اسناد د قرآن کریم آیتونو، نبوي احادیثو او د حنفي فقهې پر بنسټ تخریج او نهایی شوي دي. همداراز وزارتونو او امارتي ادارو ته ۱۵۵ قانوني مشورې وړاندې شوې دي.

د عدلیې وزارت د نړیوالو همکاریو په برخه کې د ۵۸ میثاقونو، معاهداتو او موافقت‌لیکونو مسودو په تړاو هم حقوقي نظرونه ورکړي دي.

دغه راز د یاد وزارت د تقنیني او دفاعي وکالت ستاژ برنامو له لارې ۲۳۰ تنه فارغ شوي او د تېر کال په ترڅ کې څه باندې ۸۶ زره رسمي اسناد لکه تذکرې، نکاح خطونه، تحصیلي اسناد او د محکمو پرېکړې هم تصدیق شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې د اسلامي امارت له حاکمیت راهیسې ۱۳ تقنیني سندونه د امیرالمؤمنین له توشېح وروسته په رسمي جریده کې خپاره شوي او ۵ نور نوي قوانین – د مالي محاسبې، د حاجیانو د ښوونکو، د مشاعرو د تنظیم، د خوراکي توکو او درملو د قاچاق د مخنیوي او د امارتي ادارو د عقودو قانون – هم توشېح شوي او ډېر ژر به خپاره شي.