میدان وردګو کې د امربالمعروف ریاست وايي چې په دې ولایت کې یې یو جادوګر له خپلو ټولو وسایلو سره نیولی.
د میدان وردګو د محتسبینو ادارې د امنیتي ځواکونو په همغږۍ یو تن ماهر کوډګر د ګڼ شمېر سحري کتابونو، غیر شرعي تعویذونو او نورو وسایلو سره یو ځای نیولی دی.
محتسبین وایي، دا ډول کړنې نه یوازې د شریعت خلاف دي، بلکې د ټولنیز ګډوډۍ سبب هم کېږي. دوی ټینګار کوي چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي څو په ټولنه کې خرافات خپاره کړي یا د دین په نوم له خلکو ناوړه ګټه پورته کړي.
د نیول شوي کوډګر دوسیه د شرعي پرېکړې لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوې، او مسؤلین ډاډ ورکوي چې د هېواد په کچه به د داسې غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.
محتسبین له خلکو غواړي چې که له ورته پیښو سره مخ کېږي، نو ژر تر ژره دې یې له مسؤلو ادارو سره شریکې کړي او د ټولنې له پاکوالي او ديني سلامتۍ لپاره دې له دوی سره یولاس شي.