هند افغان سوداګرو ته د ویزو د اسانتیا او د کرنې په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړی.
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د هند سفارت چارواکو په وروستۍ لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، مالدارۍ او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د هند شارژدافیر کرن یاداف سره وکتل. دواړو خواوو د کرنیزو محصولاتو صادراتو، د میکانیزه کرنیزو وسایلو وارداتو او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د بنسټیزو پروژو پلې کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ.
وزیر عمري په خپلو څرګندونو کې یادونه وکړه چې افغانستان له اوږدې جګړې او اقلیمي بدلونونو څخه اغېزمن شوی او وچکالۍ او کرنیزې ناروغۍ د کرنیزو محصولاتو کیفیت او کمیت اغېزمن کړی دی. هغه د مقاومو نباتاتو د روزنې او علمي څېړنو د پراختیا غوښتنه وکړه او همدارنګه د لابراتوارونو تجهیز، د چکډیمونو جوړولو او د مالدارۍ چارو د ظرفیت لوړولو غوښتنه وکړه.
د هند شارژدافیر کرن یاداف ژمنه وکړه چې هېواد یې د امکاناتو په پام کې نیولو سره په افغانستان کې د «افغان–هندو» تر عنوان لاندې یو څېړنیز مرکز جوړوي او د کرنې وزارت د متخصصینو لپاره به حضوري او آنلاین روزنیز پروګرامونه جوړ کړي. هغه همدارنګه افغان سوداګرو ته د ویزو د اسانتیاوو ډاډ ورکړ چې ژر به عملي شي.
کارپوهان وايي، د دواړو هېوادونو دا ګامونه کولای شي د کرنې او سوداګرۍ په برخه کې نوي فرصتونه رامنځته کړي او د افغان سوداګرو لپاره د بهرنیو بازارونو دروازې پراخې کړي.


