د ګمرکونو لوی ریس د خوست له والي او د دې ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریس الحاج مولوي محمد حامد احمد، چي په رسمي سفر خوست ولایت ته تللی، د یاد ولایت له والي مولوي عبدالقيوم روحاني او یو شمېر سوداګرو سره په جلاجلا ډول وکتل.
د ګمرکونو لوی ریس د خوست له والي سره په لیدنه کي په بېلابېلو برخو کي سوداګرو ته د اسانتیاوو پر رامنځته کېدو، د سته ستونزو پر حلولو، د ګمرکي عوایدو پر زیاتولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبري وکړې.
همدارنګه د ګمرکونو لوی ریس د خوست ولایت له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کي د دوی سته ستونزي واورېدې او د ژر حلولو ډاډ یې ورکړ.
د ګمرکونو لوی ریس په دې سفر کي د خوست د محصولي ګمرک ریس په همغږی الحاج مولوی محمد داود ایوبی او د غلام خان ګمرک چاري هم له نږدې و ارزولې او د یادو ګمرکونو مسولینو او کارکوونکو ته یې په بېلابېلو برخو کي لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریس به په دې سفر کي د پکتیا ګمرک د چارو ارزوني په موخه یاد ولایت ته هم سفر وکړي.