slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د زابل والي ملا شیر محمد شریف د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ  خاک افغان ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د سلګونو خلکو په ګډون پراخه ولسي غونډه ګډون وکړ.

په پلاوي کې د امنیې قوماندان مولوي عبدالحلیم حلیمي، د استخباراتو رئیس حاجي عمر خالد، د علماوو شورا رئیس مفتي طیب، د امر بالمعروف رئیس، د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس سحر اخندزاده، د انکشاف دهات او اوبو او انرژۍ رئیسانو، د ولایت مقام د چارو مسؤلینو، جهادي شخصیت ملا عبدالقهار قوماندان او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل شوه. د ولسوالۍ ولسوال جواد د هرکلي وینا وکړه او ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس، د امر بالمعروف رئیس او د علماوو شورا رئیس پر بېلابېلو مهمو موضوعاتو لکه د واده او فاتحې د غیر ضروري لګښتونو مخنیوی، ښځو ته د میراث حق ورکولو او د امر بالمعروف د فرامینو پر تطبیق خبرې وکړې.

غونډه کې د سیمې دیني عالمانو او قومي مشرانو هم خپلې ستونزې او غوښتنې له پلاوي سره شریکې کړې او د اسلامي امارت د فرامینو په عملي کولو یې ټینګار وکړ.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د زابل والي ملا شیر محمد شریف وینا وکړه او د خاک افغان ولس د تېرو قربانیو ستاینه یې وکړه. نوموړي د خلکو د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د روغتیا، تعلیم، سړکونو، اوبو او عامه خدماتو ستونزې به د علماوو او قومي مشرانو په همکارۍ حل کېږي.