slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د هڅو په دوام، د هلمند ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ۲۵۷ تنه روږدي راټول او د درملنې په موخه کندهار ولایت ته ولېږدول شول.

یاد کسان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د منسوبینو له خوا راټول شوي او د غوښتنې د کموالي ریاست اړوند څلور زره بستریز روغتیایي کمپ ته ور پېژندل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، د روږدو د راټولولو او درملنې بهیر به په ټول هېواد کې پر دوامداره توګه ترسره کېږي څو د ټولنې د روغې راتلونکې لپاره د روږدو د درملنې ترڅنګ د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه لا پیاوړې شي.