پوټین ټرمپ ته؛ اوکراین باید ځینې سیمې روسیې ته وسپاري.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ څرګنده کړه، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اوکراین باید له روسیې سره جوړجاړی وکړي. په ورته مهال، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین ټرمپ ته ویلي، چې اوکراین باید ځینې سیمې روسیې ته وسپاري.
ټرمپ زیاته کړې چې، که اوکراین د دونتیسک ټولې سیمې روسیې ته وسپاري، جګړه به ودریږي. خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي: «د وژنو درول د جګړې د ودریدو لومړی پړاو دی».
پخواني ولسمشر ټرمپ په دې اړه فاکس نیوز ته وویل، چې د روسیې سره د جوړجاړي امکان شته، خو اوکراین کولای شي دغه وړاندیز ومني یا ونه مني. پوټین د زیلینسکي په اړه څه نه دي ویلي، خو د الاسکا په غونډه کې د ټرمپ دریځ یې وستایه.