د ګمرکونو لوی رئیس؛ د تورخم په ګمرک کې دې د راستنېدونکو کډوالو لپاره اسانتیاوې رامنځته شي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئيس مولوي محمد حامد احمد- چي په رسمي سفر ننګرهار ولایت ته تللی- هلته ئې د ولایتي مسؤلینو په ملتیا د دغه ولایت د ګمرک له چارو څخه د لیدنې تر څنګ؛ په تورخم کي د راستنېدونکو کډوالو د راستنېدني بهیر څخه له نږدې لیدنه وکړه.
د ګمرکونو لوی رئیس له پاکستان هیواد څخه په زوره د را ویستل شوو هیوادوالو لپاره د ګمرکي اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د تورخم ګمرک مسئولینو ته اړینې سپارښتني وکړې، څو راستنېدونکي هیوادوال په اړوندو برخو کي له کومي ستونزي سره مخ نهشي.
د تورخم ګمرک مسئولینو په دې برخه کي د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو کلک هوډ څرګند کړ او هيواد ته د کډوالو د هوسا راستنېدني په موخه یې د هراړخیزي همکارۍ بشپړ ډاډ ورکړ.