ټرمپ پوتین ته پنځوس ورځې وخت ورکړ، چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ولادیمیر پوتین ته پنځوس ورځې وخت ورکړی، چې په اوکراین کې د اوربند او جګړې ختمولو لپاره چمتو شي.
ټرمپ خبرداری ورکړی، که تر ټاکلې مودې وروسته هم کوم تړون و نه شي؛ پر روسیې به تعرفې نورې هم لوړې کړي. فرانس
پرېس د ټرمپ له قوله لیکلي، چې هغه دا خبرې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳)
په سپینه ماڼۍ کې د ناټو له سرمنشي مارک روته سره د لیدنې پر مهال کړې دي. ټرمپ
زیاته کړې، چې د روسیې ترڅنګ به د هغه پر تجارتي ملګرو، لکه چین، هند،
ترکیې او بیلاروس هم تعرفې لوړې کړي او په دې ډول به د روسیې اقتصادي ځواک
اوبه کړي.