ترافیکي پېښه؛لغمان کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لغمان ولايت د پوليسو وياند يونس يوسفزی وايي چې نن سهار ۰۰؛۶ شپږ بجې د کابل جلال آباد پر لویه لار د لغمان اووم نمبر شهرا اړوند کاکڅ سیمه کې د یو فلډر او سراچه ډوله ټوډي موټرونو د ټکر له امله یوه ښځه مړه او د دوو ښځو په ګډون درې تنه نور ټپيان شوي دي
ښاغلي يوسفزي د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ بللی.