slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې په افغانستان کې د سړو خونو د جوړولو پانګونکي به د پنځه کلونو لپاره له مالیې معاف وي.

د دې معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د اقتصادي کمېسیون وروستۍ غونډه چې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ وشوه، د غزني په مرکز کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پر ځمکه د سړې خونې او کارخونې د جوړولو طرحه تائید کړه.

افغانستان د کرنیزو محصولاتو له پلوه بډای هېواد دی، خو د سړو خونو د کموالي، د ګاونډیو هېوادونو له لوري د تعرفو لوړوالي او د سوداګریزو لارو بندښت له امله بزګران تل له اقتصادي زیانونو سره مخامخ کېږي.

چارواکي وایي، د مالیاتي معافیت ورکړه به پانګه‌والو ته د هڅونې پیغام وي، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې ظرفیت به زیات کړي او د بزګرانو اقتصادي وضعیت به ښه کړي.