slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌ یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ننګرهار ولایت اړوند د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلینو له‌ خوا ۲۹ زره او ۸۰۴.۳۸۰ کیلوګرامه نشه‌یي توکي چې د ننګرهار ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال نیول شوي وو، پرون د باصلاحیته ادارو د استازو په شتون کې د ۹ مې ناحیې اړوند سرخ دیوار په سمیه کې وسوځول شول.


په سوځول شویو نشه‌یي توکو کې: ۱۴۴۲.۳۳۶ کیلوګرامه شیشه، ۵۸۸.۸۵۲ کیلوګرامه هیروئین، ۱۵۷۱۴.۵۹۳ کیلوګرامه چرس، ۴۶۰.۶۵۴ کیلوګرامه تریاک، ۷۸۱۹.۹۹۱ کیلوګرامه کیمیاوي جامد مواد، ۹۸۴.۹۵۶ لیتره تېزاب، ۲۰۱.۶۱۴ کیلوګرامه ټابلیټ کا، ۱۶.۲۵۰ کیلو ګرامه زیکپ ګولۍ او ۶۷۵.۱۳۰ لېتره الکولي مشروبات شامل وو. په تړاو یې ۲۵۸۶ کسان هم نيول شوي او له څيړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته پیژندل شوي دي.


ورته مهال: د ياد ولايت له مختلفو سیمو څخه ۵۷۸۶ تنه روږدي راټول شوي او د درملنې په موخه پلازمینه کابل د غوښتنې د کموالي رياست اړوند امید صحی کمپ ته پېژندل شوي دي .
همداراز: په یاد ولایت کې ۳۷۹۹ تنه سوالگر هم راټول شوي او مربوطه ادارو ته سپارل شوي دي.