slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د غزني ولایت مسولین وايي، چې د دې ولایت په  جغتو ولسوالي پیادرې کلي ته څېرمه یو شپون دوه د هوسۍ بچیان نیولي وو،
چې وروسته د یادي ولسوالي د پټو پلټنو د آمریت ځواکونو له خبرېدو سره سم سیمي ته ځانونه ورسول او هغه شپونکی یې سره د دوو هوسیو له بچیانو ونیول.

 سرچینه وايي، چې شپونکی په ضمانت خوشی شوی، د هوسۍ بچیانو لپاره د غزني له ښار څخه یو روغتیایې ټېم سیمي ته ورغی د یادو وحشي هوسیو روغتیایې حال یې وکوت او د امیرالمؤمنین (ح) د فرمان په اساس چي د وحشي حیواناتو او مرغانو د ښکار د نه کولو په اړه صادر شوی، یادې هوسۍ بیرته ازادې فضا ته خوشې شوې


جغتو د غزني یوه له غرنیو ولسوالیو څخه ده چی زیات وحشي حیوانات لري. د دې ولایت امنیتي ځواکونه وايي چې د وحشي ژویو د ښکار په برخه کې جدي دي او هیچاته یې اجازه نه ورکوي.