د مالیې زارت د ګمرکونو لوی ریاست په ګمرکونو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه په خپله اداري ناسته کې خبرې کړې دي.
دا غونډه چې د ګمرکونو لوی ریس مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ ترسره شوې د ګمرکونو لوی ریاست نورو چارواکو هم پکې ګډون درلود، چې د دې
په دې ناسته کي د صادراتي، وارداتي او ټرانزيټي توکو په ګمرکي طی مراحلو کي پر موجودو ستونزو او حل لارو، د ګمرکي تعرفوي کوډونو پر سمنې، د ګمرکونو لوی ریاست پر پراختیایي پروژو، د یاد ریاست د مرکزي او ولایتي ادارو د ورځنیو چارو پر لا ښهوالي، په ګمرکونو کي د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو او صنعتکارانو د غوښتنو او ستونزو پر حلولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبري وشوې او په تړاو یې لازم پلانونه ونیول شول.
دا یادولو ده، چې د اسلامي امارت تر واکمنېدا وروسته د دې ریاست په پالېسیو کې ژور بدلونونه راغلي، چې ځینې یې هېوادوالو ته په لوړه بیه تمام شوي دي.
خو له بلې خوا د هغه فسادونو مخه نیول شوې هره ورځ به په دې اداره کې په لکونو ډالر حیف او میل کېدل.