مالیې وزارت وايي چې له ننه وروسته تر درېیو میاشتو له پاکستانه را واردېدونکي درمل نه محصولوي.
مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي چې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د هدایت پر بنسټ؛ یاد وزارت له (۱۴۴۷/۵/۲۱) نېټې څخه تر راتلونکو درېیو میاشتو پوري له پاکستان څخه را واردېدونکي درمل محصولوي او تر یادو ترېیو میاشتو وروسته را راورېدونکي درمل نه محصولوي.
د خبرپاڼې له مخې له پاکستان څخه د درملو ټولو را واردوونکو سوداګرو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چي تر راتلونکو درېیو میاشتو پوري خپلي اړوندي سوداګریزي معاملې تصفیه کړي او په جدي ډول له بدیلو لارو څخه کار واخلي.
د افغانستان اسلامي امارت دغه پرېکړه هیواد ته د ټیټ کیفیت درملو له را واردولو څخه د مخنیوي په موخه کړې ده او سوداګر باید د بدیلو لارو او د لوړ کیفیت درملو پر را واردولو تمرکز وکړي.
د یادولو وړ ده، چي مالیې وزارت د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د کورنیو او بهرنیو سوداګرو له پاره د پام وړ اسانتیاوي برابري کړي دي او له بدیلو لارو څخه د لوړ کیفیت درملو د را واردولو په برخه کي به هم لا زیاتي اسانتیاوي برابري کړي.


