slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د برېتانیا د بېلابېلو سیاسي ګوندونو یادو غړو په یوه پرانیستي لیک کې د لومړي وزیر کایر سټارمر له حکومت څخه غوښتي، تر څو په راتلونکې اونۍ کې د ملګرو ملتونو له لوري د فلسطین په تړاو له جوړېدونکي کنفرانس وړاندې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.

دوی ویلي، چې د برېتانیا له خوا د فلسطین په رسمیت پېژندل به یو غښتلی پيغام وي.

دا لیک د کارګر ګوند، محافظه‌کار، لېبرال دیموکرات، زرغون ګوند او سکاټلنډ ملي ګوند په شمول د ۹ سیاسي ګوندونو غړو لاسلیک کړی دی.

یاد لیک داسې مهال خپرېږي، چې په برېتانیا او ټوله نړۍ کې د اسرائیلي رژیم د بمباریو او د غزې د کلابندۍ پر ضد د خلکو غوصه مخ پر زیاتېدو ده. د صهیونیستي رژیم روانو جرمونو په غزه تړانګه کې بشري ناورین او وژنکې قحطي رامنځته کړې ده.

له دې یوه ورځ وړاندې بیا د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون اعلان وکړ، چې فرانسه، فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژني.

د نړۍ نږدې ۱۳۹ هېوادونو فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژندلی. تېر کال هم اسپانیا، ایرلنډ او ناروې په رسمي ډول فلسطین په رسمیت وپېژاند.