slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

ټولګټو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د تېرې اوونۍ په جریان کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۱۰۴ زره ۱۷۹ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

د وزارت په راپور کې ویل شوي، له دې ټولټال مقداره ۷۳ زره ۸۰ ټنه د حیرتان، ۴۵۲۷ ټنه د آقینې، ۱۶ زره ۷۷۴ ټنه د تورغونډۍ او ۹۷۹۸ ټنه د خواف-هرات بندرونو له لارې لېږدول شوي دي. د یادو توکو څخه ۱۹۳ ټنه د صادراتو لپاره لیږدول شوي دي.

وزارت ټینګار کوي، چې د اوسپنې پټلۍ د انتقالاتو روان فعالیت د هېواد د سوداګرۍ او اقتصادي ګړندۍ ودې لپاره حیاتي اهمیت لري.