د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د ایران د صنایعو، سوداګرۍ او کانونو له وزیر او مل پلاوي سره لیدلي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن (سهشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې ملا عبدالغني برادر په خپل کاري دفتر کې د ایران د صنعت، سوداګرۍ او کانونو له وزیر سیدمحمد اتابک او مل پلاوي سره ولیدل.
یاد معانیت څرګنده کړې، دواړو خواوو په یاده لیدنه کې د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې، چابهار بندر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مشترکې اقتصادي کمېټې د فعالیتونو او کارونو لا موثریت په اړه هراړخیزې خبرې کړې دي.
د ویلو ده، پرون له غرمې مخکې د سیدمحمد اتابک په مشرۍ د ایران لوړپوړی اقتصادي او سوداګریز پلاوی کابل ته راغی.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان ته د یاد پلاوي سفر د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، د ستونزو او خنډونو پېژندلو او د ترانزیټ او پانګونې برخو کې د اسانتیاوو برابرولو په موخه شوی دی.