slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN Habitat) د افغانستان د ختیځې زلزلې له زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

یادې ادارې د یکشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د وروستۍ زلزلې له امله ګڼ شمېر کورنۍ خپل عزیزان، کورونه، عایدات او کاري ځواک له لاسه ورکړی دی.

UN Habitat ټینګار کړی چې د بې‌کوره شویو کورونه باید په داسې بڼه ورغول شي چې د راتلونکو زلزلو پر وړاندې مقاومت ولري، او اوس د دې کار پیل کولو مناسب وخت دی.