د کونړ امنیې قوماندانۍ د امارتي ادارو د ساتنې کنډک منسوبینو ته یونیفورم وویشل شول.
دغه دریشۍ د افسرانو ،ساتنمنانو او ساتونکو لپاره ځانګړې شوې وې او د یو منظم پلان له مخې مسؤلینو ته وسپارل شوې.
د کونړ ولایت امنیه قوماندان مولوي ضیاءالحق حامد وویل چې یاد یونیفورم د نظم، او انضباط په موخه ویشل شوي، څو منسوبین خپلې دندې لا په ښه ډول تر سره کړي.
نوموړي داسلامي امارت مشرتابه له دې پاملرنې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د نظام ساتنې او دندو په ښه توګه ترسره کولو کې به لازیاته هڅه وکړي.