slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ازبکستان د دولتي امنیت خدماتو (SSS) اعلان کړی چې د دغه هېواد په نامانګان ښار کې یې یوه افراطي ډله له منځه وړې چې مشري یې یوې ۱۹ کلنې نجلۍ کوله.

چارواکي وایي، دغه نجلۍ په ۲۰۲۲ کال کې د ترکیې په استانبول ښار کې د یوه شخصي دیني مدرسې زده‌کوونکې وه او هلته د افراطي فکر قرباني شوې وه.

د امنیتي سرچینو په وینا، دا نجلۍ له ترکیې تر ستنېدو وروسته، په خپل ولایت کې د داعش-خراسان (ISKP) یوه سیمه‌ییزه شبکه جوړه کړه او د افراطي مفکورو تبلیغ یې کاوه.

د راپورونو له مخې، د دغې ډلې فعالیتونه له نږدې څارل کېدل او بالاخره امنیتي ځواکونو دغه شبکه له منځه یووړه.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې له تېرو څو کلونو راهیسې داعش - خراسان هڅه کوي په منځنۍ اسیا کې هم خپل نفوذ پراخ کړي