کاپیسا کې له غیر مسوولو کسانو د یو موټرسایکل په ګډون ناقانونه وسلې راټولې شوې.
د کاپیسا امنیې قوماندانۍ د تروریزم پر ضد د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، چې په تېرو څو ورځو کې له غیر مسولو کسانو څخه په بېلابېلو ولسوالیو کې یو موټرسایکل او اووه میله ډول ډول وسلې راټولې شوې چې د جنایي جرمونو او ناامنۍ د کچې په کمولو کې اغېز لري.
راټولې شوې وسلې کلاشینکوف، تفنګچه، د هاوان مرمۍ او د هشتاد و دو مرمۍ دي، چې له غیر مسوولو وسلوالو کسانو څخه کشف او ضبط شوې دي.
د مسوولینو په وینا، دغه وسلې له هغو کسانو سره وې چې په تېرنظام کې یې دنده لرله، او له لومړنیو څېړنو وروسته په ضمانت خوشې شول.
د کاپیسا امنیې قوماندانۍ مشرتابه او امنیتي ځواکونه ټینګه اراده لري چې امنیتي ځواکونه به جدي د ناقانونه وسلو د راټولولو بهیر ته دوام ورکړي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د عامه امنیت ګډوډۍ ته زمینه برابره کړي.