استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې بېپایلې پای ته ورسېدې
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، چې د افغانستان پلاوي د مشرتابه په ځانګړې لارښوونه او د ښه نیت پر بنسټ د پاکستان له استازو سره په استانبول کې دوه ورځې پرلهپسې خبرې وکړې، خو دا لړۍ بېپایلې پای ته ورسېده.
د مجاهد په وینا، تمه دا وه چې پاکستاني لوری به دا ځل له خپلو مشرانو سره تر سلا وروسته د مسؤلیت منلو، رغنده نیت او د ستونزو د بنسټیز حل لپاره خبرو ته حاضر شي، خو د ده په خبره، د پاکستاني پلاوي دریځ د خبرو پرمختګ وځنډاوه.
هغه وویل:
“پاکستاني لوري د خپلو امنیتي مسایلو ټول مسؤلیتونه د افغانستان حکومت ته منسوب کړل، په داسې حال کې چې خپله یې د افغانستان او نه د خپل امنیت په اړه د مسؤلیت منلو چمتووالی و نه ښود.”
مجاهد زیاته کړه چې د پاکستاني استازو غیرمسؤلانه چلند او د همکارۍ نهشتون د دې لامل شو، چې خبرې له منځګړو هېوادونو ـ ترکیې او قطر ـ د هڅو سره سره کومې نتیجې ته ونه رسېږي.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار وکړ چې افغانستان به هېچا ته اجازه ورنهکړي، څو د دې هېواد له خاورې د بل هېواد پر ضد کار واخلي، او نه به بل هېواد ته دا زمینه برابره کړي چې د افغانستان د ملي حاکمیت او امنیت پر ضد له خپلې خاورې ګټه واخلي.
رنګه د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، چې د افغانستان پلاوي د مشرتابه په ځانګړې لارښوونه او د ښه نیت پر بنسټ د پاکستان له استازو سره په استانبول کې دوه ورځې پرلهپسې خبرې وکړې، خو دا لړۍ بېپایلې پای ته ورسېده.
نوموړي همدا زنګه ویل چې د پاکستان ولس د افغانانو وروڼه دي او اسلامي امارت د ورورۍ او سولې نیت لري، خو د هېواد دفاع یې شرعي او ملي وجیبه ده، او د هر ډول تجاوز پر وړاندې به کلکه دفاع وکړي.
هغه د ترکیې او قطر له حکومتونو د دې غونډې د کوربتوب او منځګړیتوب له امله مننه وکړه او ویې ویل چې افغانستان د اصولي او متوازنو خبرو پلوی دی، خو شرط یې دا دی چې مقابل لوری هم د واقعیتونو منلو او ګډ مسؤلیتونو ته ژمن وي.


