د امر بالمعروف وزارت د ښځو حقوقو، شخړو او جادوګرۍ په ګډون ګڼو موضوعاتو ته رسېدنه کړې
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکي وايي، چې دغه وزارت په تېره یوه اوونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ټولنیزو ستونزو او اصلاحاتو په برخه کې پراخ فعالیتونه کړي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دوی د ښځو د حقونو اړوند ۲۷ قضیې څېړلي او حل کړي، ۳۱ شخړې او دښمنۍ یې د خبرو او منځګړیتوب له لارې پای ته رسولي، او همداراز ۴ تنه جادوګر یې نیولي دي.
سرچینه زیاتوي چې د اصلاح او عامه پوهاوي په هدف، وزارت په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۵۶ اصلاحی او ولسي ناستې هم ترسره کړې دي. دغه ناستې د ټولنیزو ارزښتونو د پیاوړتیا، د اسلامي اصولو د تطبیق، او د شخړو د سولهییز حل په موخه ترسره شوې دي.
د امر بالمعروف وزارت ټینګار کوي، چې دا ډول فعالیتونه به دوام ومومي او هدف یې د یو سالم، اخلاقي او اسلامي ټولنې رامنځته کول دي. چارواکي له خلکو غوښتنه کوي، چې د ټولنیزو ستونزو او ناسم برخورد پر وړاندې د دغه وزارت له کارکوونکو سره همکاري وکړي.