د کور او ښار جوړولو وزارت له لورې په نوي کابل ښار پروژه کې د سرطاني ناروغیو روغتون له ودانیزو چارو د څارنې ځانګړی هیئت وټاکل شو.
د نوي کابل ښار پروژې اړونده د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتون غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت معین مولوي ګلزرین په مشرۍ جوړه شوه، چې ټاکل شوې یاد روغتون د عطاء خیریه بنسټ په مالي ملاتړ جوړ شي.
یاده غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت سربېره یو شمېر نورو مهمو چارواکو هم شتون درلود چې له ډلې یې اطلاعاتو او کلتور، عدليې، کورنیو چارو ، اقتصاد او عامې روغتیا وزارتونو د چارو ادارې عمومي ریاست، او د استخباراتو عمومي ریاست استازي د یادولو دي.
د مسکن ریس وویل چې د یادې ناستې موخه د سرطاني ناروغیو د روغتون له جوېدو د څارنې لپاره کاري لایحې جوړونې او همدا رنګه د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم پر ځای کول دي. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې یاده کمېټه د دې لپاره ټاکل شوې ترڅو د دې پروژې له چارو څارنه وکړي.
د خبر پاڼې په حواله یاد روغتون چې په نوي کابل ښار پروژه کې جوړېږي چې یوولس جریبه ځمکه ورته ځانګړې شوې او تر اوسه یې د احاطې دیوالونه رغول شوي دي.